د امريكا متحده ايالاتو د دفاع وزارت (پنټاګون) په بلوچستان کې وروستي بریدونه چې ۵۰ ملکي وګړي او د پاکستان امنیتي ځواکونه په کې ووژل شول، غندلي دي.
د پنټاګون مرستیالې ویاندې سابرینا سنګ یوې خبري غونډې ته وویل، په نړیواله کچه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د متحده ایالات ژمنه بیا تکرار کړه.
هغې وویل چې د پاکستان سره د امریکا د کوم پوځي مداخلې یا مرستې نه اطلاع نه لري.
خو آغلې سینګ ټینګار وکړ چې متحده ایالات چمتو دي چې د هر هغه هېواد سره مرسته وکړي چې غواړي ترهګر له منځه یوسي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې چې نن( شنبه، وږي١٠مه) د پنټاګون د مرستیالې ویاندې څرګندونې خپرې کړې، زیاته کړې چې د پنټاګون دغه مطبوعاتي کنفرانس په بلوچستان کې د یو لړ ترهګريزو بریدونو په تعقیب ترسره شوی دی.
په دې وروستیو کې په بلوچستان کې ۲۳ ملکیان له یوه بس څخه ښکته او ووژل شول.
دغه بریدونه په نړیواله کچه په پراخه توګه وغندل شو.
پاکستان تل د دغه هېواد د ناامنیو پړه پر افغان طالبانو اچولې او له هغوی یې غوښتي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو وفا وکړي.
خو طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان شتون رد کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان امنیتي ستونزې د دوی کورنۍ مسٸله ده.