افغانستان

د طالبانو د دفاع وزارت چارواکي: د روسیې هوايي دفاعي تجهیزاتو ته اړتیا لرو

د طالبانو تر واک لاندې د دفاع وزارت د لوژیستیک څانګې مشر وايي، طالبان د افغانستان د هوايي حریم د دفاع لپاره د روسیې هوايي دفاع او هوايي کنټرول تجهیزاتو ته اړتیا لري.

سید عبدالبصیر صابري د روسیې د تأس خبري اژانس ته ویلي، هر کله چې طالبانو د نړیوالو قوانینو شرایط پوره کړل له روسیې هوايي دفاعي تجهیزات اخلي.

تأس د طالبانو د یوه چارواکي په حواله ویلي، «زه فکر کوم چې موږ هوايي دفاع او د هوايي کنټرول تجهیزاتو ته اړتیا لرو. موږ ځمکني تجهیزات لرو. زه فکر کوم چې موږ به [دا محصولات] له تاسو څخه په نړیواله کچه واخلو، کله چې د دغه کار لپاره [نړیوال قانوني] شرایط برابر شي. په راتلونکي کې، موږ پلان لرو چې د روسیې لخوا جوړ شوي تجهیزات واخلو چې موږ ته اجازه راکوي چې د هوایی دفاع سیسټم جوړ کړو. موږ لېواله يو چې دا ډول وسلې ولرو ځکه چې تاسو په نړۍ کې په دې ټیکنالوژیو کې ترټولو پرمختللی هېواد یاست.»

تر دې مخکې د طالبانو لوى درستيز فصیح الدین فطرت تایید کړې وه چې د افغانستان هوايي حریم لا تر اوسه د دوی په بشپړ کنټرول کې نه دی او د ځینو هېوادونو له خوا ترې سرغړونه کېږي.

فصیح الدین فطرت زیاتوي چې طالبانو هڅه کړې چې له هغو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو خبرو له لارې د افغانستان د هوايي حریم د سرغړونې مخه ونیسي چې له دغه حريمه سرغړونه کوي. د هغه په وينا طالبان هڅه کوي تر راتلونکي کال پورې د افغانستان د هوايي حریم بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.

دغه طالب چارواکي دا نه دي ویلي چې د کومو هېوادونو بې پیلوټه الوتکې په افغانستان کې  ګزمې کوي. نوموړي د الوتکې د اصليت په اړه هم څه نه دي ويلي.

د افغانستان بېلابېل ولایتونه د هبت الله اخندزاده د واک له مرکز کندهار څخه تر کابل، پنجشیر، لغمان، پروان، کاپیسا او بغلان پورې د بې پیلوټه الوتکو د ګزمو شاهدان دي.

په همدې حال کې د طالبانو د دفاع وزارت د لوژستیک مشر تأس ته ویلي چې طالبان اوس له امریکایانو څخه پاتې شوې وسلې او تجهیزات په واک کې لري. هغه ادعا وکړه چې طالبان په بشپړه توګه د پولو ساتنه کولای شي او د دې کار لپاره ټولې د اړتيا وړ وسلې لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د امریکا د وسلو د پرېښودو له امله د ډونلډ ټرمپ په ګډون د جمهوري غوښتونکو له خوا تر سختو نيوکو لاندې راغلى دی.