افغانستان

هېلاري کلنټن: نړۍ باید د طالبانو د « کرکه خپروونکي قانون» پر ضد غږ پورته کړي

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هېلاري کلنټن د طالبانو نوی قانون «کرکه» بللی او ویلي یې دي چې نړۍ يې باید پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.

آغلې کلينټن پر اېکس لیکلي:«دا قانون د سختې بنسټپالنې پایله ده.»

هغه وايي «آيا تاسو غواړئ وګورئ چې سختې بنسټپالنې پايله څه ده؟ د طالبانو نوی قانون وګورئ چې ښځې له کوره بهر له خبرو منع کوي.»

د يادولو وړ ده، چې د طالبانو نوي قانون سخت نړیوال او کورني غبرګونونه راپارولي دي. له فلمي ستورې انجلینا جولي څخه نیولې تر لوېدیځ لوړ پوړو چارواکو او نړیوالو سازمانونو په دې اړه توند غبرګونونه ښودلي دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د طالبانو قانون «له ښځو سره د کرکې ۱۱۴ پاڼې» بللې دي.

په وروستۍ قضیه کې، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي چې دا قانون په مؤثره توګه ښځې په عامه برخو کې له ګډون څخه منع کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه خبرپاڼې کې ویلي: «موږ په افغانستان کې د طالبانو د نوي قانون د توشيح کېدو په اړه ژوره اندېښنه لرو چې پر شخصي چلند پراخ محدودیتونه وضع کوي او په حقیقت کې ښځې له عامه ژوند څخه بې برخې کوي.»

خو طالبانو دا عکس العمل «شریعت ته سپکاوی» بللی او منتقدین یې «حيثيته» بللي دي.

د طالبانو نوی قانون « د امربالمعروف  او نهى عن المنکر» قانونو تر سرليک لاندې په ۱۱۴ مخونو او ۳۵ مادو کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده له خوا توشيح شوی، پر خلکو په ځانګړې توګه د ښځو پر بنسټیزو او بشري حقونو او آزادیو باندې نوي محدودیتونه لګوي او د امربالمعروف محتسبينو ته ځانګړي واکونه ورکوي.»

دا قانون د ښځو غږونه «عورت» ګڼي او ټینګار کوي چې د ښځو مخونه او بدنونه بايد په بشپړه توګه پټ شي او غږ يې باید ونه ورېدل شي.