د طالبانو د پوځ لوی درستیز تاییدوي چې د افغانستان هوايي حریم لا تر اوسه د دوی په بشپړ کنټرول کې نه دی او د ځینو هېوادونو له خوا ترې سرغړونه کېږي.
فصیح الدین فطرت زیاته کړې، طالبانو هڅه کړې چې د هغو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو خبرو اترو له لارې د افغانستان د هوايي حریم د سرغړونې مخه ونیسي چې د دوی تر واک لاندې یې د دوی له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې ده. د هغه په وينا، طالبان هڅه کوي تر راتلونکي کال پورې د افغانستان د هوايي حریم بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي.
دغه طالب چارواکي دا نه دي ویلي، چې د افغانستان په هوايي حریم کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې د کومو هېوادونو دي. نوموړي د الوتکو د اصليت په اړه هم څه ونه ويل.
د افغانستان بېلابېل ولایتونه د هبت الله اخندزاده د واک له مرکز کندهار څخه تر کابل، پنجشیر، لغمان، پروان، کاپیسا او بغلان پورې د بې پیلوټه الوتکو د منظمو ګزمو شاهدان دي.
د طالبانو د پوځ لوى درستيز فصیح الدین فطرت یوې خبري غونډې ته وویل، «د هېواد له هوايي حریم څخه د سرغړونې په اړه څو ځلې خبرې شوې دي، خو په تېرو کلونو کې زموږ له هوايي حریم څخه د هغو کسانو له خوا، چې سرغړونې یې کړې دي هڅه شوې چې له دوی سره خبرې وشي او د دوی د هوايي حریم د سرغړونې مخه ونیول شي او د ملي دفاع وزارت په دې اړه غلی دى ناست.»
د طالبانو د پوځ لوى درستيز په ډاګه نه کړه چې له کومو هېوادونو سره یې د هوايي حریم د سرغړونو د مخنیوي لپاره خبرې کړې دي. خو هغه بې پیلوټه الوتکې چې د افغانستان په فضا کې ګزمې کوي په مکرر ډول ویل شوي چې د متحده ایالاتو سره تړاو لري. طالب چارواکو هم د الوتکې اصليت نه دی روښانه کړی.
په همدې حال کې د طالبانو د پوځ لوى درستيز یو ځل بیا له ازبکستانه غوښتي چې تسلیم شوې افغان پوځي الوتکې دې هېواد ته وسپاري. واشنګټن او تاشکند په دې وروستیو کې په ازبکستان کې د الوتکو د ساتلو هوکړه کړې ده.
په همدې حال کې، متحده ایالاتو ویلي چې دوی به په افغانستان کې د ترهګريزو فعالیتونو په اړه استخباراتي معلومات د لیرې څارنې له لارې وڅاري او که اړتیا وي، د افق هوايي ماموریت د یوې برخې په توګه پوځي عملیات وکړي. متحده ایالاتو د ماموریت د یوې برخې په توګه لږترلږه دوه ځله په افغانستان کې عملیات ترسره کړي، لومړی د ٢٠٢١ په اګست کې د داعش د پټنځای په نوم د یو کور په وړاندې چې ملکي قربانیان وو او دوهم د کابل په شنه سیمه کې د القاعدې د مشر په وژنه کې، په وزیر اکبرخان کې.