په یوه ورځ کې شاوخوا ۱۷۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس راپور ورکړی چې پرون ( د سه شنبه، د وږي٦مه) ۱۶۹ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه په «جبري او په خپله خوښه» توګه ویستل شوې دي.
په راپور کې راغلي چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې دغه آژانس زياتوي، چې ۳۰ کورنۍ د تورخم له لارې او ۴۸ یې د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوي دي.
د راپور له مخې، په همدې حال کې ۵۴ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم او ۳۷ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
د يادولو وړ ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت په دې وروستیو اونیو کې د نامعلومو دلایلو له مخې له ایران او پاکستان څخه د اېستل شويو افغان کډوالو په اړه ارقام نه دي وړاندې کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس هم په تېرو دوو ورځو کې د کډوالو د راستنېدو او شړلو په اړه کوم راپور نه دی خپور کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني رسنیو مخکې د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړى وو، چې پاکستان د روان کال د جولای له ۲۱مې د اګست تر ١٧مې پورې ۳۲زره۲۰۰ افغان کډوال ایستلي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي، په دغو کډوالو کې ۷۳۲ کورنۍ دي، چې په ۶۷۴ موټرو کې له افغانستان سره پولې ته لېږدول شوي دي.
له بلې خوا په ایران او پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو تل د دغو هیوادونو د حکومت او خلکو له ناسم چلند څخه شکایت کړی دی.