د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو د نوي توشيح شوي قانون په غبرګون کې ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو له خوا د بیان ازادۍ، رسنیو او بشري آزادیو په اړه پرله پسې محدودیتونه او بندیزونه زیات شوي دي. خو په وروستیو ورځو کې، هغه لږ څه امیدونه یې چې درلودل له لاسه ورکړي دي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو نوي قانون د رسنیو آزادۍ او د رسنیو فعالیت ته یو «وژونکي ګوزار» ورکړی او د طالبانو نوی فرمان به د هېواد په ځینو رسنیو کې د لږ شمېر ښځینه خبریالانو شتون هم پای ته ورسوي.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو نوی قانون د هغو بهرنیو رسنیو اورېدل او لیدل منع کوي چې ښځې یا آن ژوندي موجوداتو انځورونه پکې خپرېږي، او «دا ماده د رسنيو پر تابوت وروستى مېخ » دي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ اداره زیاتوي، هر هغه څه چې د زورواکانو (طالبانو) د خوښې وړ نه وي، د دغه حکم تابع لاندې راځي او دغه حکم یې د څرګندولو او بيانولو مخه نیسي.
دغه سازمان پر انځوريزو رسنیو د طالبانو بشپړ بندیز ته په اشارې سره وویل، «ټلویزیون او ویب پاڼې د ژوندیو انسانانو له انځورونو پرته بې معنا دي. لکه څنګه چې په ١٣٧٠لسيزې په څېر، یوازې د شریعت غږ راډیو او د طالبانو خپرونې د خپرولو حق لري او نور هر څه چې د ژوندیو مخلوقاتو عکسونه پکې دي بندیز سره مخ دي.»
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان همداراز د طالبانو د پوهنې د وزیر ندا محمد ندیم د څرګندونو په غبرګون کې، چې د نجونو د زده کړو په اړه پوښتنې به تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شي، ويلي: «په معاصر بشري تاریخ کې هېڅکله داسې ظلم نه دی شوی چې آن د پوښتنو کولو حق هم ترې واخیستل شي. د طالبانو تر واک لاندې افغانستان به ډېر ژر له نړۍ منزوي شي او په دې توګه به په بله شمالي کره بدل شي.»
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو د پوهنې د وزیر څرګندونې او د دوی نوی قانون غندلی او د بشري حقونو پر نړیوالو بنسټونو او د رسنیو د آزادۍ پر مدافعینو یې غږ کړی چې په افغانستان کې د دې ظالمانه محدودیتونو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره دې عملي اقدامات وکړي.