طالبانو په هلمند ولایت کې درې تنه په عام محضر کې د «غلا» په تور په درو ووهل.
د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت په باباجي ولسوالۍ کې یې دوه کسان «۳۹ درې» وهلي او په دوه کاله بند يې هم محکوم کړي دي.
په همدې حال کې او د دغه خبرپاڼې له مخې، طالبانو دریم تورن «۳۰ درې» وهلي او په اته میاشتني بند يې هم محکوم کړى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو او د بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سره سره، طالبانو په عام محضر کې د جسمي مجازاتو په ځانګړې توګه په درې وهلو ته دوام ورکړی دی.
په وروستۍ پېښه کې طالبانو پرون (دوشنبه، وږي ٥مه) په ورځ ۱۲ تنه په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې په درو ووهل.
د آمو ټلویزیون د راټولو شویو شمېرو له مخې، د طالبانو سترې محکمې په تېرو درېیو کلونو کې ۳۷ کسان سنګسار کړي او د ۱۰۶ ښځو په ګډون یې تر ۶۰۰ ډېر کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.