افغانستان

سویس: طالبانو په نوي قانون سره له بشري حقونو د افغانانو په محرومولو لپاره یو بل ګام پورته کړ

د طالبانو د نوي قانون په اړه له پراخو غبرګونونو وروسته د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبانو له بشري حقونو څخه د افغانانو د محرومولو لپاره یو بل ګام پورته کړ.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس په یوه خبرپاڼه کې ټينګار کړى چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو دفاع د دوی له لومړیتوبونو څخه ده.

د سویس حکومت وايي، طالبان د افغانستان نیمايي نفوس، يعنې ښځې، له بشري حقونو او اساسي آزادیو بې برخې کړي دي.

دا غبرګون په داسې حال کې دی چې د طالبانو نوی قانون چې په دې وروستیو کې د هبت الله اخندزاده له خوا توشيح شوی، پر ښځو او نورو افغانانو سخت بندیزونه لګوي.

د دې قانون په ځینو احکامو کې د ښځو د مخونو د پټولو مکلفیت، د ښځو د انځورونو د ښکاره کولو ممانعت، په ټولنه کې د ښځو د غږ د«عورت» په توګه ځای پر ځای کول، د لنډو، تنګو او نرۍ جامو اغوستلو منع او د بالغو او نامحرمو نارینه لخوا د ښځو مخونه د کتلو مخنيوى شوى دى، او همدارنګه له حجاب پرته د ښځو لېږدول هم منع اعلان شوي دي.