افغانستان

دطالبانو مشر: له وياندويانو پرته بل څوک د طالبانو له ادرسه د نظر څرګندولو حق نه لري

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په یوه تازه فرمان کې ویلي چې د طالبانو له ویاندویانو پرته بل څوک حق نه لري چې د دوی له ادرسه تبصره وکړي او یا مواد خپاره کړي.

په دغه فرمان کې همداراز د دوى له ویاندویانو غوښتل شوي چې په هغو مسلو چې د طالبانو دریځ او پالیسي روښانه نه وي، نظر ورنه کړي.

همدارنګه دوی ته لارښوونه شوې چې د هر څه څرګندولو یا خپرولو دمخه د خپلو اړوندو وزارتونو او ادارو له مشرتابه څخه اجازه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي پر محدودیت نیوکه کوي او وايي چې طالبانو د رسنیو او خبریالانو پر کار سخت شرایط وضع کړي دي.

په همدې حال کې د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر کورني او نړیوال بنسټونه وايي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له راتګ وروسته پر رسنیو سخت محدوديتونه لګولي او اجازه نه ورکوي چې د دوی د ګټو خلاف مطالب خپاره کړي.

په همدې حال کې طالبانو په کابل کې د ښځینه خبریالانو فعالیتونه محدود کړي او په یو شمېر ولایتونو کې یې د دوى پر فعالیت بندیز لګولی دی.

د دوی د ویاند په ګډون طالب چارواکو په وار وار ویلي چې رسنۍ باید د محتوا په خپرولو کې ملي ګټې او دیني ارزښتونه په نظر کې ونیسي؛ خو یو شمېر انتقاد کوونکي خبریالان وايي، طالبان د خپلې ډلې ګټې او حاکمیت ته د ملي ګټو او دیني ارزښتونو پرځاى، ځای ورکوي او له همدې امله رسنیو ته دا حق نه ورکوي چې د دوی له افکارو سره په ټکر کې مواد خپاره کړي.