د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر د وزارت سرپرست وزير محمد خالد حنفي، چې د نړیوالې ټولنې له خوا د «بشري حقونو لخوا د مهمو سرغړونکو» څخه بلل کېږي، د طالبانو د نوي توشيح شوي قانون د پلي کولو مسٶولیت لري.
ښاغلی حنفي چې په نورستان ولایت کې زېږېدلی او د افغانستان او پاکستان په ښوونځیو کې یې دیني زده کړې کړي، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا د بندیزونو په لېست کې هم دی.
هغه د داسې قانون د پلي کولو مسٶولیت لري چې په افغاني ټولنه، په ځانګړې توګه پر ښځو نوي محدودیتونه وضع کوي. دغه راپور د طالبانو مشر او حقاني شبکې ته نږدې څېره معرفي کوي.
ښاغلی حنفي د طالبانو یو له مهمو وزارتونو له مسٶلينو څخه دی او د نړۍ له نظره په افغانستان کې د «بشري حقونو يو له سترو سرغړونکو» څخه دی.
طالبان وايي، محمد خالد حنفي په ١٣۵۰ کال کې په نورستان کې په یوې مذهبي او جهادي کورنۍ کې زېږېدلی دی.
هغه له ماشومتوبه تر ځوانۍ پورې ديني زده کړې وکړې او د افغانستان او پاکستان په مدرسو او په ځانګړې توګه د پاکستان په حقانيه مدرسه کې يې زده کړې کړې دي. حنفي همداراز له کلونو راهیسې په مدرسو کې ځوانانو ته دیني زده کړې ورکوي. د هغه د پلار نوم حبیب الله دی.
د طالبانو په راتګ سره هغه د امربالمعروف او نهى عن المنکر وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو. د امربالمعروف وزارت د هغه په امر په افغاني ټولنه په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو بندیزونه او محدوديتونه ولګول. دا محدودیتونه آن په ځینو تفریحي پارکونو کې د مېرمنو منع کول او د حجاب اغوستلو په پلمه د میرمنو نیولو ته هم غزېدلي دي.
د طالبانو د امربالمعروف سرپرست وزير ويلي: «نړۍ، په ځانګړې توګه کفري نړۍ؛ څه وايي؛ دا چې تاسو د نړۍ سره د سمون لپاره لږ څه منئ. شرطونه يې څه دي؟ شرطونه همدا دي چې د بند امیر په څېر ځاى کې دي، دلته نارینه او ښځینه سفر کوي او جوړوي. د پارکونو څخه هم لیدنه وکړي. د ودونو په تالار کې به نڅاګانې هم وي.»
خالد حنفي د نړۍ او د بشر د حقوقو د دريځ په اړه سخت دريځونه نيولي دي او تر ډېره يې د ښځو د حقونه د مهر، نکاح او ميراث حق باندې خلاصه کړي دي.
هغه د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې دی. په دې نوملړ کې د طالبانو لسګونه نور چارواکي هم شامل دي.
تېر کال اروپايي ټولنې محمد خالد حنفي د بندیزونو په لېست کې شامل کړ. د اروپايي اتحادیې په توضيحاتو کې راغلي چې حنفي په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه د پراخو سرغړونو مسٶول دی او د ده تر څارنې لاندې د ښځو آزادي محدوده شوې او له بلې خوا د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې سختې سزاګانې او تاوتریخوالی وضع شوی دی.
متحده ايالاتو د دولت د خزانې وزارت په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو د امربالمعروف د وزارت د سرپرست خالد حنفي پر ضد هم بندیزونه اعلان کړل. په خبرپاڼه کې راغلي چې حنفي او د هغه وزارت د قتل، تښتونې، وهلو او درې وهلو په ګډون د بشري حقونو په جدي سرغړونو کې لاس لري.
محمد خالد حنفي وايي: « موږ به هر څه پرېږدو، خو شریعت نه شو پرېښودلای.” شریعت او حجاب زموږ سره کرښه ده، ځکه زموږ موخه همدا وه چې اسلامي نظام پلي کړو.»
خالد حنفي له حقاني شبکې سره تړلی او هبت الله اخندزاده ته نږدې کس ګڼل کېږي، چې ظاهراً د طالبانو د مشر په پرېکړو کې لاس لري. د بېلګې په توګه، هبت الله اخندزاده په دې وروستیو کې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون توشيح کړ، چې د حنفي په مشرۍ وزارت ته یې د طالبانو اجرایوي او قضايي څانګو ته موازي واکونه ورکړل.
د کابل يو اوسېدونکى وايي «د دریو کلونو راهیسې، افغان مېرمنې د خالد حنفي له خوا د طالبانو د امرونو او حکمونو اطاعت کولو ته اړ شوي دي. یعني د امربالمعروف د وزیر فرمان صادریږي. خالد حنفي پخپله د ښځو ضد او عقده يي سړی دی او هڅه کوي خپله عقده په افغانو ښځو پلي کړي.»
اوس خالد حنفي مکلف دی چې یو داسې قانون پلی کړي چې د ښځو په غږونه او انځورونه منع اعلان شوي دي او په جامو، کلتوري مسایلو، اړیکو او ټولنه کې په عمومي ډول نوي محدودیتونه وضع کوي. د طالبانو مشر آن د خالد حنفي کسانو ته دا واک ورکړی دی چې خلک په ورځو ورځو بندیان کړي او څنګه چې وغواړي سزا ورکړي.