سویلي آسیا

 بنګله دېش کې د سېلابونو له امله ۱۵ کسان مړه شوي دي

د بنګله دېش رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په ختیځ کې د سختو بارانونو له امله د سېلابونو په پایله کې ۱۵ کسان مړه شوي او درې میلیونه کسان په اغېزمنو سیمو کې بند پاتې دي.

په ورته وخت کې د بنګله دېش چارواکي وايي، د فيني په ښار کې له زیانمنو شویو سیمو څخه د خلکو د ایستلو بهیر روان دی او دوى هڅه کوي د دغه ښار څو لیرې پرتو کلیو ته مرستې ورسوي. ویل کیږي چې په دغو کلیو کې دوه زره کسان بند پاتې دي.

بل خوا ځايي اوسېدونکي وايي، چې په هند کې د ډمبور بند پرانستل په بنګله دېش کې د سېلابونو د راوتلو لامل شوی دی. خو نوي ډیلي دغه ادعا ناسمه بللې ده.