د فرانسې رسنیو راپور ورکړى، چې د فرانسې په سویل کې د لاګراند موټه په سیمه کې د یوې چاودنې په پایله کې یو تن پولیس ټپي شوی دی.
د راپورونو له مخې چاودنه نن ( شنبه، وږي ٣مه) د بایس یاکوف کنیسه بهر شوې ده.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالډ دارونین دغه پېښه یو «ښکاره جنایتکارانه عمل» بللی ده.
په ورته وخت کې ، په لاګرنډ موته کې د بایس یاکوف ښاروال سټیفن روسيګنول ويلي چې امنیتي کمرو یو سړی موندلی چې د عبادت ځای مخې ته موټرو ته اور اچوي.
په عین حال کې، د یهودي بنسټونو د شورا مشر، يوناتان آرفي، ،فرانسې آژانس ته ويلي: «په موټر کې د ګاز کپسول کارول، کله چې د عبادت کونکي د عبادت ځای ته د رسېدو تمه کیږي، یوازې یو جرمي عمل نه دی؛ دا د وژلو د ارادې پر بنسټ یوه پېښه ده.»