افغانستان

 طالبانو په خوست کې یو سړی په عام محضر کې په درو وواهه

عکس از آرشیف.

طالبانو په خوست ولایت کې یو سړی  «دیني مقدساتو ته د سپکاوي» په تور په عام محضر کې په درو وواهه.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی دغه سړی «۳۹» په درو وهلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو ډلو له نیوکو سره سره، طالبانو د فزیکي مجازاتو کارولو ته دوام ورکړی دی.

د يادولو وړ ده، چې د بښنې نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې چې د اګسټ په ۱۵مه، د جمهوریت د سقوط او د طالبانو د بېرته راتګ د درېیمې کلیزې په مناسبت يې خپور کړى و، ويلي چې طالبان په افغانستان کې د نړیوالو قوانینو څخه په «بشپړ معافیت» سره جرمونه کوي.

دغه سازمان دا د نړۍ لپاره د شرم وړ خبره بللې چې په تېرو درېیو کلونو کې نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د «بشري ناورین» د مخنیوي لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

د آمو ټلویزیون موندنې ښيي چې طالبانو د دې قضيې په ګډون د خپلې درې کلنې واکمنۍ په اوږدو کې په ټول هېواد کې د سلو ښځو په ګډون تر ۶۰۰ ډېر کسان په «عام محضر» کې په درو وهلي دي.