افغانستان

قزاقستان د طالبانو لخوا د معرفي شوی کس باورلیک ومانه

قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د افغانستان د سفارت د شارزدافير په توګه د طالبانو لخوا معرفي شوی شخص  محمد رحمان رحماني باورلیک ومانه.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي بیک باکایف هم له رحمان رحماني سره وکتل او ویې ویل چې قزاقستان هغه د افغانستان د سفارت د شارزدافير په توګه منلی دی.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې ښاغلي باکایف زیاته کړې چې د طالبانو لخوا معرفي شوي شخص د منلو اصلي موخه د قزاقستان او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصادي او بشري همکاریو پراخول دي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه، «په سیمه ییزو اړیکو کې د افغانستان فعاله ونډه د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه کولو او همدارنګه په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت له لارې د اقتصاد د بیا احيا کولو او ټولنیز ثبات لپاره دوه ګونی شرایط رامنځته کوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د تشريفاتو مرستیال سیف عبدالله الشامسي په دغه هېواد کې د طالبانو د سفير بدرالدین مولانا باورلیک منلی دی.

خو د خبرپاڼې په انګلیسي او عربي متنونو کې د طالبانو استازي ته «د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر» نوم اخيستل شوى دى.

د يادولو وړ ده، چې متحده عربي امارات له چین وروسته دویم هېواد دی چې د طالبانو د سفیر باورلیک مني.