افغانستان

 ملګري ملتونه: له پاکستان څخه د راستنېدونکو ۵۰ سلنه ښځې دي

تصویر از آرشیف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون وايي، په تېره یوه اونۍ کې يې له  ٥٧٢ تنو افغان کډوالو سره چې له پاکستانه راستانه شوي مرستې کړې دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د راستنېدونکو ۵۰ سلنه ښځې دي او د ۵۸ سلنه راستنېدونکو کورنیو سرپرستي د  ښځو پر غاړه ده.

د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ د راستنېدونکو له ډلې څخه ۵۳تنه یې تر ۱۸ کلونو کم عمرونه لري.

د کډوالۍ سازمان هم وړاندې راپور ورکړى و، پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال اېستلي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان مخکې ویلي وو چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان کډوال شوي دي.

په همدې حال کې له پاکستانه شړل شوي یو شمېر کډوال آمو سره په خبرو کې ويلي چې بې برخلیکه دي او ټول شته يې له لاسه ورکړي دي.