افغانستان

 د خپلواکۍ د ورځې په اړه غبرګونونه: «نه سیاسي خپلواکي شته او نه مدني ازادي»

د مقاومت عالي شورا د هېواد د خپلواکۍ د ١٠٥مې کلیزې په مناسبت په غبرګون کې ويلي چې نه یوازې دا چې «سیاسي خپلواکي نه لرو؛ بلکې مدني آزادي هم نشته » او د دې وضعیت دوام به افغانستان د انزوا لور ته کاږي او د ترهګرۍ په خوندي پټنځای به بدلوي.

د مقاومت عالي شورا وايي: « افغانستان اوس د یوې محجرې لو پرديپالې ډلې تر اشغال لاندې دی چې د بهرنیانو تر تعقیب لاندې دی.»

دې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «افغانستان او خلک یې د طالبانو د ډلې له کړنو ژور اغېزمن شوي دي.»

د دغې شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان اوس د یوه داسې مشروع او ځواکمن حکومت جوړولو ته اړتیا لري چې د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ساتنه وکړي.

د مقاومت عالي شورا د افغانستان د پخوانیو حکومتونو «نا وړه» چلندونه د ثبات د نشتوالي او د هیواد له خپلواکۍ وروسته د یوې «مثالي ټولنې» د نه رامنځته کېدو لامل بولي.

په همدې حال کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د هېواد د خپلواکۍ د ١٠٥مې کلیزې په مناسبت پر اېکس ليکلي چې د افغانستان روښانه راتلونکی په زده کړو پورې تړلى دی.

هغه پر طالب مشرانو غږ وکړ چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو او ښځینه زده کوونکو پر مخ پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له واک ته د بيا راګرځېدږ راهیسې د نجونو او ښځو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره سره یې خپله تګلاره نه ده بدله کړې.

د یادولو وړ ده چې افغان ملت د شاه امان الله خان په مشرۍ د ۱۲۹۸ هجري لمریز کال د زمري په ۲۸ مه له انګرېزانو څخه خپله خپلواکي بېرته ترلاسه کړه.

دا ورځ د افغانستان په تېرو حکومتونو کې هر کال په پراخه کچه د هېوادوالو له خوا د درې رنګه بیرغونو په پورته کولو سره لمانځل کېده، خو وروسته له هغه چې طالبان کابل ته راغلل، د جمهوري دورې سمبولونه یې له منځه یوړل، خپل سپین بیرغ یې په ملي بیرغ بدل کړ او هغه کسان یې ونیول او مجازات کړل چې د افغانستان درې رنګه بیرغ یې په لاس کې درلود.