سرچینو آمو ته د غږېزو پيغامونو او ویډیوګانو په لېږلې سره ويلي چې د هرات اسلام کلا ګمرک کې اورلګېدنه یوه «خواشینونکې» پېښه وه.
دغه سرچینې وايي چې په دې اورلګېدنه کې شاوخوا ۲۰۰ موټر چې سوداګریز توکي لېږدوي سوځېدلي دي.
د هېواد یو شمېر سوداګر وايي، دا پېښه «نه جبرانېدونکې» ده.
دغو سوداګرو له طالبانو وغوښتل چې د دغې پېښې عاملين پيدا کړي.
زيانمن شوي سوداګر هم د اسلام کلا په ګمرک کې د مالونو د زياتې ذخيرې په اړه نيوکه کوي.
د اسلام کلا په ګمرک کې پرون (چهارشنبه د اسد ۲۴مه) اور لګېدنه رامنځته شوې وه، چې تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دی څرګند.
هغه ويډيوګانې چې پرون په ټولنيزو شبکو کې خپرې شوې ښيي چې د هرات د اسلام کلا ګمرک يوه برخه سوځېدلې ده.