د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي د شپږيزه لیګ سیالیو کې د ګډون په موخه له اوږدې مودې وروسته نن ( سه شنبه، زمري ۲۳) کابل ته راغی.
دغه لیګ پرون د پنځو لوبډلو په ګډون پیل شو. د افغانستان د کرېکټ مشهور ستوری محمد نبي د نړۍ په بېلا بېلو لیګونو کې لوبیږي چې په هغو کې په هند کې د «آی پي اېل» او په استرالیا کې«بیګ باش» هم شامل دي. نوموړی تر تیرې اونۍ پورې د کاناډا کرېکټ لیګ کې و.
د دغه لیګ په دوام نن د بست مدافعانو لوبډلې د سپین غر پړانګانو لوبډلې ته ماتې ورکړه. د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د سپین غر پړانګانو لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره د بست ساتونکو ته د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه.
د بست ساتونکو د لوبې په دویمه نیمايي کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۰ اورونو کې ۱۷۰ منډې جوړې کړې او خپل سیال ته یې ماتې ورکړه.