افغانستان

 طالبان: تورخم ته څېرمه نښته کې درې ملکي وګړي وژل شوي

د طالبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ تورخم ته څېرمه د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ په نښته کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، په قربانیانو کې یوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي.

هغه زياته کړه، نښته هغه مهال پيل شوه، چې پاکستاني سرحدي ځواکونو لومړى د طالبانو پر پوستو ډزې وکړې.

ښاغلي قانع زیاته کړه، چې طالب ځواکونو د پاکستاني ځواکونو دوه پوستې هم په نښه او ویجاړې کړې دي.

د يادولو وړ ده، چې پرون( دوشنبه، زمري٢٢مه) په غوړکي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې وه چې اوس پای ته رسېدلې ده.