د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پيښې لس تنه ټپيان کړل.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس په يوه راپور کې ويلي، چې دغه پېښه پرون(جمعه، زمري ١٩مه) ماسپښين د دغه ولايت د ناړۍ ولسوالۍ په شاوخور سيمه کې رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دغه ولایت کې د یکشنبې په ورځ د یوه کور د چت د پرېوتو له امله د درې ښځې او درې ماشومان ټپیان شول.
د کونړ د ولایتي روغتون چارواکو، د چت د پرېوتو له پېښې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودلى دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په بامیان ولایت کې نن(شنبه، زمري٢٠مه) سهار د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه تنه مړه شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په باميان کې دوه ترافيکي پېښې په جلا جلا توګه د دغه ولايت په مرکز کې رامنځته شوې دي.