سویلي آسیا

د پاکستان ٣ پوځیان له مخالفينو سره په نښته کې وژل شوي

د پاکستان دخيبرپښتونخوا په درېيو بېلا بېلو سيمو کې د مخالفينو سره په نښته کې درې پاکستاني امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د امنیتي چارواکو د څرګندونو پر بنسټ ویلي، چې دغه نښتې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا د«پاکولو» عملیاتو له پیلېدو سره شوې دي.

د دغو راپورونو پر بنسټ، د خيبر ولسوالۍ په دره تيره کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته شوې ده.

دغو رسنیو د دریو وژل شویو پاکستاني امنیتي ځواکونو نومونه انعام ګل، محمد عمران او الطاف خان ښودلي دي.

د دغو راپورونو پر بنسټ، باید وویل شي، چې په دغو نښتو کې د پاکستان د حکومت څلور مخالف وسله وال هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د حکومت مخالفو وسله والو له خوا په بریدونو د زیاتوالى راغلى دی.

پاکستاني چارواکي ډېرى وخت د دې بریدونو پړه پر تحریک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) اچوي.