ورزش

احسان الله جنت د کابل کرېکټ لیګ کې د فساد له امله د پنځه کلن بندیز سره مخ شو

د افغانستان کرکټ بورډ نن چهارشنبه اعلان وکړ، چې احسان الله جنت د کابل پریمیر لیګ په دوهم پړاو کې د افغانستان کرېکټ بورډ او د کرېکټ نړیوالې شورا د فساد ضد قوانینو د سرغړونې له امله د پنځو کلونو لپاره د کرېکټ له هر ډول فعالیتونو منع شو. 

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند وویل:«د افغانستان کرېکټ بورډ د ورزش د واحد ساتلو ته ژمن دی او هیڅ ډول فساد به ونه زغمي.»

ښاغلی جنت د کرېکټ د نړیوالې شورا د فساد ضد قانون د ٢.١.١ مادې څخه په سرغړونې متخلف وپېژندل شو، چې په کې د لوبې د پایلو، پرمختګ، ترسره کولو او یا د لوبې کوم بل اړخ ته د نفوذ یا ناسمې هڅې کول شامل دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند وویل،«د افغانستان کرېکټ بورډ د چلند لوړ معیارونه مراعتوي او له ټولو لوبغاړو تمه لري چې دا قوانین په کلکه مراعت کړي.»

ښاغلي جنت په ده د وارد شويو تورونو اعتراف کړی او په هغو فعالیتونو کې یې د ګډون اعتراف کړی چې له امله يې سرغړونکي پېژندل شوى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ اداري فساد سره د مبارزې واحد ویلي، چې په دې لوبه کې درې نور لوبغاړي هم د لاس لرلو په شک مظنون پېژندل شوي او په اړه یې پلټنې روانې دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند وویل، «دا بورډ د فساد ټول تورونه په جدي توګه تعقيبوي،  لکه څنګه چې اوسمهال د اضافي لوبغاړي تر څېړنې لاندې دي ترڅو زموږ د سیالیو یوالی یقیني کړي.  هغه وویل، «د هغوى د سرغړونې له تایید وروسته به د دوی د تخلف په اړه پرېکړه وشي.»

پر احسان الله جنت بندیز به د خبرپاڼې له خپرېدو سره سم عملي شي او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره به نافذ وي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند ټینګار وکړ چې دا بندیز ټولو لوبغاړو ته یو جدي خبرداری دی چې د افغانستان کرېکټ بورډ به د هر هغه چا په وړاندې پرېکنده اقدام وکړي چې سرغړونه کوي.