د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه «وژنه»غندلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اسلام اباد د دغه عمل له امله «ژور ټکان» خوړلى دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، «پاکستان اسراییل ته په سیمه کې د یوه بهانه لټوونکي جدي اندېښنې په سترګه ګوري.»
خبرپاڼه زیاتوي، «د اسراییلو وروستي اقدامات په یوه سیمه کې چې له وړاندې نا کراره وه، خطرونه زیاتوي او د سولې هڅې زیانمنوي.»
اسماعیل هنیه نن سهار په تهران کې په خپل استوګنځاى کې ووژل شو.
که څه هم تر اوسه اسرائیلو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو حماس او ایران اسراٸیل تورن کړي چې په تهران کې د يې اسماعیل هنیه پر استوګنځي برید کړی دی.