د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په تېرو نهو مياشتو کې يې په افغانستان کې د ٣٧ زره کورنيو سره چې ٢٦٠ زره زيانمن شوي کسان پکې شامل دي د خوراکي توکو بېړنۍ مرسته کړې ده.
دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو صندوق ۳.۲ د دغو مرستو لپاره میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق له خوا ورکړل شوې پیسې د اسلامي پراختیايي بانک او د ملک سلمان د بشري مرستو د بنسټ له خوا ورکړل شوې دي.
د خوړو نړيوال پروګرام زياتوي، چې په دغو خوراکي توکو کې څلور زره مټريک ټنه بډايه شوي اوړه، ژېړ نخود، د نباتي غني شوي غوړي او مالګه شامله ده، چې پر اړمنو کسانو ووېشل شوې.
دغه سازمان همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان یو پر دریمه برخه وګړي له لوږې سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې ویلي و، چې د بودجې له سخت کمښت سره مخ دی او یوازې په افغانستان کې له یو میلیون وږو خلکو سره مرسته کولای شي، په داسې حال کې چې ۱۱ میلیونه نور اړمن کسان به د بودیجې د نشتوالي له امله بېړنیو خوراکي مرستو ته لاسرسی ونه لري.