افغانستان

د طالبانو مشر: له اختلافاتو ډډه وکړئ

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده يو ځل بيا په ټينګار له خپلو طالبانو غوښتنه کړې چې  له اختلافاتو څخه ډډه وکړي.

نوموړي دغه غوښتنه په غور ولايت کې له طالب چارواکو سره د ليدنې پر مهال کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د جګپوړو غړو او مشرتابه ترمنځ د اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو مشر په کندهار کې د لوی اختر په مناسبت په یوه وینا کې طالب مشرانو ته په ښکاره ویلي وو چې که هغه په ​​اتفاق سره له مشرتابه لرې کړي نو دی به «خوشحاله» وي.

هغه همداراز وویل چې د طالبانو غړي باید په «علني توګه» یو پر بل نیوکې ونه کړي.

په همدې حال کې د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد تېره اونۍ په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څانګې د محصلینو د فراغت په مراسمو کې وویل چې «دښمنان (د طالبانو مخالف لوري)» هڅه کوي چې د دوی ترمنځ بې باوري رامنځته کړي او د بې باورۍ ذهنیت باید د طالبانو ترمنځ له منځه یوړل شي.

په همدې حال کې، د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تر دې مخکې په اشارتا د طالبانو مشرتابه د «واک په انحصار» تورن کړى و او ټینګار یې کړی و چې «اوسنی وضعیت د زغم وړ نه دی.»

هغه په ​​کابل کې د چا د نوم له اخیستو پرته یوې غونډې ته وویل، «نن خپل ځانونه دومره حقدار ګڼو چې د ټول نظام ننګول، انحصارول او بدنامول زموږ د فکر او مزاج بنسټ ګرځېدلی دی.»

طالبانو تل د خپلو جګپوړو غړو او مشرتابه تر منځ اختلافات رد کړي او ویلي یې دي چې په ټولو چارو کې د دوی د مشر امرونه پلي کېږي. خو د طالبانو د مشر او جګپوړو غړو تکراري ټینګار ښيي چې د دوی تر منځ اختلافات لا هم موجود دي.