د پنجاب د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې اداره وايي، په روانه مياشت کې يې د دغه ايالت په بېلابېلو ښارونو کې د استخباراتي عملياتو په ترڅ کې ۳۸ حکومت ضد وسله وال، چې پاکستان يې «ترهګر» بولي، نيولي دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه عملیات په لاهور، رحیم یارخان، ناروال، راولپنډۍ او ملتان ښارونو کې د ترهګرو د له منځه وړلو او د احتمالي بریدونو د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي.
د ترهګرۍ پر ضد د پنجاب د مبازرې د ادارې په وینا په نیول شویو کسانو کې د پاکستاني طالبانو یو غړی او د داعش یو قومندان هم شامل دي.
د يادې ادارې د چارواکو همداراز ويلي، چې دوی د عملیاتو په ترڅ کې د پام وړ غیرقانوني مواد، چې چاودېدونکي توکي، لاسي بمونه، وسلې، ګرځنده ټلیفونونه او نغدې پیسې په کې شامل دي،کشف او نیولي دي.
د راپورونو له مخې، باور کېږي چې نیول شوي مواد په پاکستان کې د قانون پر پلي کونکو ادارو او نورو مهمو تاسیساتو د بریدونو لپاره د ترهګرو د پلانونو برخه وه.
د يادولو وړ ده، چې د پنجاب د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ادارې ویلي چې په روانه (جولاى)میاشت کې یې په ټول پنجاب کې ۴۴۸ عملیات کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې په دې وروستیو کلونو کې چاودنو، ځانمرګو او وسله والو بریدونو زیاتوالى موندلى دی.
پاکستاني چارواکي د دې بریدونو پړه پر تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) اچوي.