افغانستان

ساکي په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو له کورنیو بښنه وغوښته

د امريکا د پخواني ولسمشر جوبايډن وياندې جين ساکي له افغانستانه د امريکا د وتلو پر مهال د کابل پر هوايي ډګر په بريد کې د وژل شويو امريکايي سرتېرو له کورنيو بښنه وغوښته.

د واشنګټن اېګزامينر د راپور پر بنسټ، هغې د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو له کمیټې سره په یوه مرکه کې د کمیټې له مشر مایکل مک کال څخه وغوښتل چې ددې له طرفه دې  وژل شویو امریکايي پوځیانو له کورنیو څخه بښنه وغواړي او د هغو دردونو په اړه چې دغو کورنيو ته رسېدلي، خواشیني څرګنده کړي.

آغلې ساکي د « نور ووایه» تر سرليك لاندې پخپل کتاب کې چې د امريكايي ځواکونو د وتلو په اړه د بايډن د چلند په اړه وويل چې د متحده ايالاتو ولسمشر هېڅکله «خپل ساعت ته ونه کتل» او دا سرتېري له افغانستانه د خپل کور په لور د ورګرځېدو پرمهال ووژل شول.

واشنګټن ایگزامینر لیکلي چې په افغانستان کې د بېرته ستنېدو پر مهال د وژل شويو سرتېرو په اړه د بایډن چلند د جمهوري غوښتونکو او ډونلډ ټرمپ لخوا د دې ادعا د ثبوت په توګه چې بایډن یو بې حساس مشر دی، کارول شوى دى.

د يادولو وړ ده، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو پرمهال د کابل په هوايي ډګر کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

له دې چاودنې وروسته، داعش خرسان ډلې د دغه برید مسٶلیت ومانه.

دادى داسې حال کې ده، چې د امریکا  ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه چې د ده د رهبري لاندې ترسره شول، تراوسه له جدي نيوکو سره مخ  شوى دى.

د ډونلډ ټرمپ په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو او پخوانیو او اوسنیو امریکايي چارواکو د بایډن په مشرۍ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د «شرم وړ» بللي دي.

یو شمېر کارپوهان له افغانستانه د امریکا وتل د امریکا په سیاسي او پوځي تاریخ کې یوه «ناورين زېږونکي پرېکړه» بولي.