د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثيق وايي چې د طالبانو تر واک لاندې د دې ادارې فعالیتونه د «شریعت او حنفي فقهې» د قوانینو پر بنسټ پرمخ وړل کېږي.
د وثیق په وینا، دغه قانون د طالبانو د مشر او دیني عالمانو له خوا توشيح شوی او دوی یې په پلي کولو کې له «ډېر دقت» کار اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو ډلو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د مذهبي او قومي لږکيو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
د روان کال د محرم په میاشت کې طالبانو د حسیني پر ماتم کوونکو سخت بندیزونه ولګول.
په همدې حال کې د طالبانو د استخباراتو مشر ادعا کړې چې د افغانستان د پخوانیو حکومتونو استخباراتي ادارو «وحشیانه عملونه» کړي دي.
د طالبانو د استخباراتو ادارې د عبدالحق وثيق په حواله پر اېکس ليکلي: د تېرې حکومت د څارګرې ادارې له خوا د خلکو خپلسري نیول، اختطاف، شکنجه، د خلکو وژل، د بهرنیانو لپاره د خلکو جاسوسي، د خلکو د قتل عام لپاره د زمینې برابرول، په خلکو کې وېره خپرول او پر خلکو د رژیم مسلطول ترسره کېدل.
هغه وویل د استخباراتو ليکې د پخوانیو «نامطلوبه» اشخاصو څخه پاک شوي او د«اسلامي ټولنې څخه پاک کادرونه» استخباراتي خدمتونو ته ټاکل شوي دي.
په همدې حال کې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو په وار وار د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې خبرداری ورکړی دی.
تیره میاشت، ګارډین د یوې ویډیو په استناد راپور ورکړى و چې د طالبانو یوې ډلې په خپل زندان کې د ښځو د حقونو پر يوې فعالې ډله ایز جنسي تېرى کوي.
د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې فعالانو او خبریالانو په پرله پسې ډول د شکنجو او وهلوـ ټکولو انځورونه خپاره کړي دي.