نړۍ

د روسیې سفیر: د بایډن څنډې ته کېدل به د اوکراین پر جګړې «جدي اغېز»وکړي

په بیلاروس کې د روسیې سفیر بوریس ګریزلوف ویلي چې د امریکا له ټاکنيز کمپاین څخه د جوبایډن وتل به د اوکراین پر جګړې «جدي اغېز» وکړي.

د روسیې د تأس خبري اژانس د راپور له مخې، ګریزلوف وویل، «د امریکا په اقتصاد کې د انفلاسیون او د بیکارۍ د زیاتوالي په ګډون د نه حل شویو ستونزو په ترڅ کې به د امریکا د سیاستوالو لپاره دا ستونزمنه وي چې رایه ورکوونکو ته څرګنده کړي چې ولې د دوی هېواد په ختیځه اروپا کې د يوې لرې پوځي جګړې د ملاتړ لپاره په میلیاردونو ډالر لګوي.» 

په بیلاروس کې د روسیې سفیر ويلي، اوکراین ته د مرستو وروستۍ بسته د امریکا په متحدو ایالتونو کې له «مشکلاتو او په لومړۍ هڅه کې» پرې د امريكا هوکړه ونه شوه. که د متحده ایالاتو راتلونکې مرستې کڅوړې ناممکنه نه وي، نو خورا ستونزمنه به وي.

هغه زیاته کړه: « په ټوله نړۍ کې د عدالت او بشري حقونو لپاره د مبارزې په اړه درواغجن او اخلاقي شعارونه چې [امریکا] ډیموکراټانو ته خورا آشنا دي، نن ورځ کار نه ورکوي..»

بوریس ګریزلوف وايي جو بایډن له یو زبر ځواک څخه په افتخاري تقاعدشوي بدلېږي چې په سپینه ماڼۍ کې د خپل راتلونکي ځاى ناستي لپاره څوکۍ ګرموي.

دا په داسې حال کې ده، چې جوبایډن یکشنبې ورځ (د چنګاښ٣١مه) پر اېکس د متحده ایالاتو د ٢٠٢٤ کال ولسمشریزو ټاکنو څخه د وتلو اعلان وکړ.

هغه د امریکا خلکو ته لیکلي «ستاسو د ولسمشر په توګه خدمت کول زما د ژوند ترټولو لوی ویاړ دی. په داسې حال کې چې ما د بیا ټاکل کېدو اراده درلوده، خو زه باور لرم چې زما د ګوند او هیواد په ګټه ده چې څنډې ته شم او یوازې د خپلې پاتې مودې لپاره د ولسمشر په توګه د خپلو دندو په ترسره کولو تمرکز وکړم.»

بایډن وویل چې هغه به د دې اونۍ په وروستیو کې د دغې پرېکړې د نور تفصیل په اړه د امریکا له خلکو سره خبرې وکړي.

د متحده ايالاتو ولسمشر همداراز ويلي چې متحده ایالات هیڅکله د نن ورځې په پرتله د رهبري کولو لپاره په « ښه موقعيت» کې نه وو.