افغانستان

ایران یو افغان اعدام کړ

Photo: Reuters

د «هه نګاو» په نوم د بشري حقونو يو سازمان  راپور ورکړی چې ایران د کرج او شیراز په ښارونو کې د یوې ښځې او یو افغان په ګډون اته بندیان په اعدام محکوم کړي دي.

په راپور کې د افغان وګړي د پېژندنې په اړه جزئیات نه دي وړاندې شوي.

د بشري حقونو سازمان هه نګاو ویلي، د اعدام دا حکم نن (یکشنبه، د چنګاښ  په ۳۱مه) د کرج په قزل حصار زندان کې عملي شو.

د دغه راپور له مخې دغه افغان وګړی د نشه يي توکو د قاچاق په تور په بند محکوم  او اعدام شوی دی.

د بشري حقونو سازمان هه نګاو د له دې وړاندې د روان لمريز کال د غويي په میاشت کې راپور ورکړى و، چې د ایران حکومت له څلورو میاشتو څخه په کمه موده کې ١٤ افغانان په مختلفو تورونو اعدام کړي دي.