افغانستان

اسټرالیا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو قربانیانو ته د تاوان ورکولو طريقه څرګنده کړه

د اسټرالیا حکومت په افغانستان کې د «جنګي جنایتونو» د قربانیانو کورنیو ته چې د دغه هېواد د پوځیانو له خوا زیاتمن یا وژل شوي، د خسارې ورکولو لپاره طريقه څرګنده کړې ده.

اسټراليايي رسنيو خبر ورکړى، چې د دغه هېواد حکومت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ  ٢٨مه) يوه مقرره خپره کړه، چې پر بنسټ يې، که د دغه هېواد د دفاعي ځواک مشر ډېوېډ جانسټن د خسارې د جبران  د ورکړې په اړه دغه مقرره د اسټراليا  حکومت ته وسپارى؛ نو يو وکيل به يې په اړه ارزونه وکړي. 

د دې راپورونو له مخې، د استرالیا د حکومت لخوا به د خسارې جبران هغه صورت کې ورکړل شي؛ چې د هیواد د ځواکونو لخوا د «جنګي جرم»ادعا د هغه چا لخوا وشي چې د کورنۍ غړى یې د برید قرباني شوى وي او یا يې مالي زیان لیدلی وي.

د استرالیا د حکومت مقرره همداراز وایي چې ادعا کوونکی باید د«ترهګرۍ» سازمان غړی هم نه وي.

د دې مقررې له مخې، دا ادعا به د دفاعي ځواکونو د قوماندان لخوا وڅېړل شي او هغه به د وروستۍ پرېکړې کوونکی وي.

په مقرره کې دا هم راغلي چې که د ښاغلي جانسټن پرېکړه د دې سند له سپارښتنو سره سمه نه وي، هغه باید په ۱۵ ورځو کې د استرالیا د دفاع وزیر ریچارډ مارلز ته لیک وليکي.

اسټرالیايي رسنیو ویلي دي چې تر اوسه څرګنده نه ده چې څوک به یې مدافع وکیل وي؛ خو مقررات په ډاګه کوي چې دغه وکیل به د دفاع د وزیر له خوا په موقتي توګه ټاکل کیږي.

په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو له خوا د وژل شویو جنګي جنایتونو قربانیانو ته د تاوان ورکولو موضوع لومړی د برېټون له خوا راپورته شوه، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې په دې اړه یو راپور جوړ کړ.

په ورته وخت کې، د اسټراليا د دفاع وزارت ویاند ويلي چې د هېواد حکومت ژمن دی چې د برېټون د راپور سپارښتنې چې د د خسارې جبران هم پکې شامل دى «تر ممکنه حده» پلي کړي.