د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید رسول موسوي ويلي، ایران په ننګرهار کې د توپان او سېلاب ځپلو لپاره بشري مرستې استولې دي.
موسوي د شنبې په ورځ پراېکس لیکلي، چې دغه مرستې په کابل کې د ايران سفارت او په جلال اباد کې د دغه هېواد د کونسلګرۍ له خوا استول شوې دي.
ښاغلي موسوي وويل: «له بده مرغه نړۍ په خپلو سياسي لوبو بوخته ده او د افغانانو ډېرې ستونزې او کړاوونه يې هېر کړي دي.»
د ایران دغه حکومتي چارواکي د مرستو د څرنګوالي او اندازه په اړه څه ونه ویل.
د طالبانو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې په ننګرهار ولایت کې د تېرې اوونۍ د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۴۰ ته رسېدلى دى.