افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې له ۴ زرو ډېر کډوال ايستلي

تصویر از آرشیف

په یوه ورځ کې له پاکستان او ایران څخه څه باندې څلور زره افغان کډوال ایستل شوي او بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن (شنبه، د چنګاښ ٣٠مه)  ۴زرع۲۳۳ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول او په خپله خوښه ایستل شوي دي.

د دغه وزارت زياتوي، ایران ۳زره۵۰۴ او پاکستان ۷۲۹ کسان ایستلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ۳۹۷ تنه د تورخم له لارې او ۳۳۲ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

په همدې حال کې او د دغه خبرپاڼې له مخې يوزرو ٣٠٧ تنه د هرات د اسلام کلا له لارې او ٢زره١٩٧ تنه د د پل ابرېشم د پولې  له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان تازه راپور ورکړی چې د روان زيږديز کال د اپریل مياشتې له لومړۍ نیټې څخه د جون تر پایه ۵۳۲زره۸۵۴ افغانانو خپل هېواد پرېښى دى.