د پاکستان د پنجاب ایالت د ترهګرۍ ضد ادارې مشر ویلي، چې د القاعدې پخواني مشر اسامه بن لادن ته نږدې کس د عملياتو په ترڅ کې په ګجرات کې نیول شوی دی.
د پاکستان جیو نیوز جمعې په ورځ د عثمان اکرم ګونډوال په حواله راپور ورکړی، چې د القاعدې مهم نيول شوى غړی امین الحق همداراز د ملګرو ملتونو د ترهګرو په تور لېست کې دی.
د پاکستان د دغه امنیتي چارواکي به وينا، نیول شوی کس د بن لادن له امنیتي چارواکو څخه و.
د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره وايي، امین الحق په ۲۰۰۷ کال کې ونیول شو او څلور کاله یې د پاکستان په زندان کې تېر کړي دي.
د دغه شخص د وينا پر بنسټ، د القاعدې پخواني مشر ته نږدې ياد کس په ۲۰۲۱ کال کې له خوشې کېدو وروسته افغانستان ته تښتېدلی دی.
راپور زیاتوي، چې د اطلاعاتو پر بنسټ نوموړی په دې وروستیو کې پاکستان ته راغلى و.
د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ادارې د مشر په وینا، امین الحق پاکستانۍ پېژندپاڼه لري او په ګجرات کې به محاکمه شي.
اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ابوټ آباد کې د امریکايي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.