افغانستان

سیګار: امریکا د کورني سیاست له مخې د افغان مرستندویه ادارو په بیاکتنه کې پاتې راغلې

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش(سيګار) وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو ادارو په څېړلو کې پاتې راغلی چې د امریکا د کورني سیاست له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره مرسته کوي.

سیګار خبرداری ورکړ چې دا به په افغانستان کې د متحده ایالاتو له مالي مرستو څخه «د افراطي ډلو لخوا د لا زیاتو ګټو ترلاسه کولو» لامل شي.

 د رویټرز په وینا، سیګار ويلي، «دا مهمه ده چې حکومت پوه شي چې څوک واقعا له دې مرستو څخه ګټه پورته کوي؛ ترڅو طالبانو یا نورو منع شويو ډلو ته يې د لېږد مخه ونیسي.»

د دغه راپور پر بنسټ، طالبانو هڅه کړې چې د بشرپاله سازمانونو د جوړولو په ګډون له بېلابېلو لارو د امریکا مالي مرستې ترلاسه کړي.

سیګار څرګنده کړې، چې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او کار دفتر، او همدارنګه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مخدره توکو او د قانون پلي کولو نړیواله اداره، د دوی د اطاعت ثابتولو لپاره کافي اسناد چمتو کولو کې پاتې راغلي دي.

سیګار وړاندې زیاته کړې ده، «دا خطر مخ په زیاتېدو دی چې ترهګر، اشخاص او له هغوی سره تړلې ادارې ممکن په غیر قانوني توګه له دې پیسو ګټه پورته کړي.»

رويټرز آژانس ليکلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له موندنو سره هوکړه کړې او ویلي یې دي چې له افغانستان سره به پر خپلو مرستو د بیا کتنې لپاره د کره څېړنو په برخه کې هڅه وکړي.