افغانستان

په ميدان وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنو ژوند بايللى

په میدان وردګ ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲ تنه مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو  تر ادارې لاندې د باختر آژانس د خبر له مخې: دغه پېښه تيره ورځ (يکشنبه د چنګاښ ٢٤مه) د دغه ولايت مرکز ميدان ښار کې د زراعت لېسې ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه پېښه د کرولا ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو لويو لارو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې، چې له امله يې تر اوسه لسګونه کسانو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده.

په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسوولينو تر دې وړاندې هم ويلي، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او همدارنګه د موټرونو د ډېر سرعت له امله رامنځته شوې دي.