د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د نن (پنجشنبه) په یوې خبري ناسته کې ويلي، اسلام اباد له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د خبرو کولو هېڅ اراده نه لري.
هغې ويلي چې تحريك طالبان پاکستان په پاکستان کې دننه د پاکستاني او بهرنیو وګړو په وژلو کې لاس لري.
هغې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د پاکستان پر ضد د «ترهګرو ډلو» لخوا دې د افغانستان د خاورې له کارولو مخنيوى وکړي.
آغلې بلوچ زیاته کړې، چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري او د دغه هېواد خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.
تحريك طالبان پاکستان د پاکستان پر پوځ د يو شمېر بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.
اسلام اباد په کراتو پر طالبانو تور لګولى چې پاکستاني طالبانو ته خوندي پټنځایونه ورکوي، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.
د طالبانو وياند د د چنګاښ له ۱٠تر١١ د دوحې له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د تحريك طالبان پاکستان د دپاکستان کورنۍ مسٸله وبلله او ویې ویل چې پاکستاني چارواکي باید دا مسله پخپله حل کړي.