د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تر ۸۸۹ میلیونو زیات افغانۍ یې سوځولي دي.
دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په مرکزي زون کې یې ۸۸۹ میلیونه او ۹۲۰ زره له له چلنده لړېدلې افغانۍ راټولې کړي او بیا یې سوځولي دي.
د طالبانو تر واک لاندې دغه بانک وايي، يادې پیسې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې د عدلیې او مالیې وزارتونو د استازو په حضور کې سوځولې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې يو شمېر هېوادوال د هېواد په بازارونو کې د پیسو په ډېر ورتګ نیوکه کوي او وايي، چې طالبان نوې چاپ شوې پیسې لږې بازار ته وړاندې کوي او ډېرې یې په خپلو خلکو وېشي.
دغه هېوادوال وايي، طالبانو په شفاهي ډول خصوصي بانکونو ته ویلي چې نوې پیسې دې عامو خلکو ته کمې ورکړي او د دوى تر ادارې لاندې بنسټونو باندې زیاتې ووېشي.