افغانستان

طالبانو په غزني کې یو کس په عام محضر کې په درو وواهه

د طالبانو ستره محکمه وايي، په غزني کې یو شخص د «نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په درو ووهل شو.

دغې حکمې د سه شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې دغه شخص په لس کاله « تعزيري حبس» او د ۳۹ دورو په سزا محکوم شوی دی.

که څه هم  طالبانو د دغه سړي د هويت په اړه جزئيات نه دي ورکړي، خو وايي، چې دغه کس ته د غزني په مقر ولسوالۍ کې سزا ورکړل شوې ده.

طالبانو په تېرو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۳۷ ډېر کسان په عام محضر کې په درو ووهل. طالبانو په څه کم درې کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کسان په بېلابېلو تورونو په تور په درو وهلي دي.

د طالبانو له خوا د خلکو جسمي او عامه مجازات او د طالبانو تر کنټرول لاندې محکمو له خوا د مجازاتو د تاييد بهیر د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو لخول په کلکه غندل شوى دى.