افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې تر ٢زرو ډېر کډوال ايستلي

په یوه ورځ کې له پاکستان او ایرانه څه باندې دوه زره افغان کډوال ایستل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون (دوشنبه، د چنګاښ ۱۸مه) له ایران او پاکستانه ۲زره۱۸۰ کډوال په زوره ايستل شوي او یا په خپله خوښه راستانه شوي دي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، پاکستان ۵۹۰ کسان او ایران يوزرو ۵۶۰ کسان له خپل هېواده ایستلي دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه کډوال د نيمروز، کندهار او ننګرهار ولايتونو له لارو افغانستان ته راغلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تورخم له لارې ۴۸۰ تنه کډوال او د سپین بولدک له لارې ۱۱۰ تنه هیواد ته راننوتي دي.

په همدې حال کې د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، ۱۵۶۰ کسان د نیمروز ولایت د ورېښمو پولې له لارې افغانستان ته راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران او پاکستان پنځه ورځې وړاندې تر ۱۶زره ډېر افغان کډوال په زور او یا خپله خوښه ایستلي دي.