افغانستان سوداګري

د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کوي

د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سبا (دوشنبه، د چنګاښ ۱۸مه) به ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کړي.

په دې خبرپاڼه کې په شرايطو برابرو بانکونو، د تبادلې دفترونو او د پیسو خدمتونو څخه غوښتنه شوې چې په داوطلبۍ کې برخه واخلي.

مرکزي بانک وايي چې د داوطلبۍ ګټونکي کولی شي د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفيه کړي.

بانک وايي چې د اسعارو په لیلام کې د راکړې ورکړې د جزوي تصفیې اجازه نه ورکول کیږي او ګټونکي مکلف دي چې د ورځې تر پایه پورې نغدي پیسې مرکزي بانک ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد اوسېدونکي د ډالر پر وړاندې د په مصنوعي ډول د افغانیو د ارزښت په ساتلو نیوکه کوي او وايي چې دا چاره نه شي کولی د افغانیو ارزښت په دوامداره توګه لوړ وساتي.

بل خوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د ډالرو په لیلام سره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتل باثباته او ښه نه دي او که دا لیلام تر یوه وخته ترسره نه شي نو افغاني اسعار به  ددې اسعارو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړي.