ورزش

د انګلینډ او هالینډ لوبډلو د ٢٠٢٤ کال یورو سیالیو نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه

د انګلستان او هالنډ د فوټبال لوبډلې د سویس او ترکیې په وړاندې له بریا وروسته د ۲۰۲۴ کال د یورو د ملتونو جام سیالیو د غوره څلورو لوبډلو پړاو ته لار وموندله.

انګلیس لوبډلې پرون ماښام (شنبه، د چنګاښ ۱۶مه) د ۲۰۲۴ کال يورو لوبو د څلورمې نيمه پاى لوبې پړاو په چوکاټ کې د «دوسلدورف» په لوبغالي کې له سویس سره مخامخ شوه او په پای کې یې د يو پر يو له مساوي کولو وروسته د پنالټي په شوټونو لوبه درې پر پنځه وګټله او نیمه پای لوبې ته ووتل.

امبولو د سویس لپاره په ۷۵مه دقیقه کې او ساکا په ۸۰مه دقیقه کې د انګلستان لپاره ګولونه وکړل.

د سویس له لوري د ګول له تر لاسه کولو سره په ورته وخت د انګلستان لپاره لوک شا، کول پالمر او ابریچي ازه میدان ته راووتل او په ډېره چټکۍ یې ګول وواهه.

د څلورمې نيمه پاى لوبې په څلورمه او وروستۍ لوبه کې پرون ماښام د هالنډ او ترکیې دوه ملي لوبډلې د برلین په «اولمپیک» لوبغالي کې له یو بل سره مخامخ شوې او په پای کې د نارنجي غاټولو لوبډلې دوه پر يو پرمختګ وکړ او د نیمه پای لوبې نمرې پوره کړې.

په داسې حال کې چې د ترکیې د فوټبال ملي لوبډله د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د اکیدین په یوه ګول سره د بریا په لور روانه وه؛ خو په دويمه نيمايي کې هالنډ دوه ګولونه ووهل او ترکیه له دې سيالۍ بهر شوه.

د هالنډ ګولونه په ترتیب سره ډی فرای او ملډور (په یوازې ځان) موخې ته ورسول.

د نيمه پاى لوبې څلورم  پړاو په پای ته رسیدو سره به د سه شنبې په ورځ د فرانسې او اسپانیا او د دې اونۍ د چهارشنبې په شپه د انګلستان او هالنډ لوبډلې له یو بل سره مخامخ شي څو د اروپا د ملتونو جام د اوولسم پړاو وروستي پړاو لوبډلې وټاکي.