د کابل – جلال آباد پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله څوارلس تنه ټپيان شول.
طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې دغه پېښه د لغمان ولايت د سرخکان خيرو خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
دغه خبر پر بنسټ، د لغمان ولايت دامنيې قوماندانۍ لپاره د طالبانو وياند محمد يونس يوسفزي ويلي چې دغه پيښه د د کرولا ډوله او فلانکوچ ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده .
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو لويو لارو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې، چې په پايله کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په هېواد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترافيکو رياست مسوولينو له دې وړاندې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.