د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ د شانګهاى همکارۍ د سازمان ناسته کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د دې سازمان د غړو هېوادونو لپاره د لویې اندېښنې په توګه ياده کړه.
د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه د قزاقستان په کوربتوب ددې هيواد په پلازمېنه آستانه کې جوړه شوې ده.
پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، ښاغلي شریف له طالبانو غوښتي چې د ترهګر ډلو لخوا د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د کارولو د مخنيوي لپاره «جدي اقدامات» وکړي.
هغه په «روښانه او مبهمو اصطلاحاتو پرته» د ترهګرۍ د غندلو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د پاکستان لومړي وزیر هم د شانګهای سازمان د غړو او طالبانو ترمنځ د «معناداره» تعامل غوښتنه وکړه. هغه د اقتصادي پرمختګ لپاره د سیمه ییزې سولې د ټینګښت پر اهمیت ټینګار وکړ.
هغه په افغانستان کې سوله د سیمې د ثبات لپاره مهمه وبلله.
اسلام اباد په وار وارطالبان د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړی، خو طالبانو دا موضوع د پاکستان کورنۍ مسٸله بللې ده.