هند د افغانستان د پخوانۍ سرکونسلې ذکیې وردګ لخوا د سرو زرو د قاچاق په تور څلور زرګران نیولي دي.
ټایمز اف انډیا راپور ورکړی چې دغه کسان د هند د ګمرک د اطلاعاتو ادارې لخوا نیول شوي دي.
هندي چارواکو ویلي، د دې قضیې په اړه یې وروسته له هغې څېړنې پیل کړې، چې د افغانستان پخوانۍ سر کونسلې ذکیه وردګ د ممبۍ په هوايي ډګر کې د ۲۵ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق پر مهال تر پوښتنې لاندې ونيول شوه.
د ورځپاڼې د مخکیني راپور له مخې مېرمن وردګ له متحده عربي اماراتو څخه هند ته سره زر د قاچاق په توګه لېږدول.
خو د هند د ګمرک چارواکو وروسته وویل چې افغان سرکونسله یې د ډیپلوماتیک مصٶنیت له امله خوشې کړې ده.
د يادونې وړ ده، ذکيه وردګ د هندي رسنيو له خوا د سرو زرو د قاچاق په اړه راپورونو تر خپرېدو وروسته، پر اېکس د خپل استعفاء ليک په خپرولو سره په رسمي توګه د افغانستان د سرکونسلۍ له دندې استعفا وکړه.