د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، سږ کال به په افغانستان کې ۱۹۰ ښوونځي جوړ کړي.
د ملګرو ملتونو دغه ادارې پر اېکس په دې اړه ويلي چې په دې ښوونځیو کې به ٢٠٠زره زده کونکي زده کړې وکړي.
یونېسف په افغانستان کې په داسې حال کې د ښوونځیو د جوړولو اعلان کړى، چې طالبانو واک ته رسېدو راهيسې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي دي.
په همدې حال کې طالبانو په هیواد کې د بيا واک ترلاسه کولو راهیسې په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو د ګډون مخه هم نیولې ده.
د یادولو وړ ده چې طالبانو سږ کال د (۱۴۰۳ هجري لمريز) کال د کانکور ازموینه د نجونو له ګډون پرته واخیستله.
د طالبانو دا تګلارې سخت کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.،، خو دوی تر اوسه چمتو نه دي چې د نجونو لپاره ښوونځي پرانيزي.