افغانستان

د مقاومت جبهه په هرات کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا کوي

د مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په هرات کې یې د طالبانو دوه غړي وژلي دي.

د مقاومت جبهې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا برید تېره شپه(چنګاښ١١) د هرات ښار  ۱۲مه ناحیه کې شوی دی.

د خبرپاڼې پر بنسټ،  د دې بريد موخه په دغه ولايت کې د طالبانو سرحدي لوا وه.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د ازادۍ جبهې د کابل په باغ بالا سیمه کې پر یوې پوستې بريد په پايله کې د درې طالبانو د وژلو ادعا کړې وه.

طالبانو تر دې مخکې ویلي وو چې دوی په ټول افغانستان کې امنیت تامین کړی او هېڅ ډله یا شخص د برید کولو  او د امنیت دګډوډولو توان نه لري.

خو د افغانستان د امنیت د څار بنسټ په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې تېره میاشت (جون) کې په هېواد کې په امنیتي پېښو کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د امنیت د څار بنسټ همداراز په خپل راپور کې ویلي چې یوازې په تېره یوه میاشت کې په هېواد کې ۳۳ امنیتي پېښې ترسره شوې دي.

د ياد بنسټ د موندنو پر بنسټ، په دغو پېښو کې د ملي مقاومت جبهې، د ازادۍ جبهې او د نورو ډلو له خوا بريدونه شامل دي.