د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړى استازى حسن کاظمي قمي نن سهار د دوحې په دريمه غونډه کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړ.
ښاغلي قومي پر اېکس لیکلي: «زه د دوحې په غونډه کې د ټول ګډونه حکومت د جوړوېدو په هیله ګډون کوم.»
هغه په دې غونډه کې د ایراني پلاوي د ګډون موخه «د افغانستان په اړه د تهران د اندېښنو څرګندول» او همدارنګه د دغه هېواد د انسان پاله سیاستونو تشریح کول ياد کړل.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی زیاتوي، چې په سیمه کې پېچلى وضعیت دا ايجابوي چې د ټولو خواوو سره هر اړخېزه مشورو ته اړتیا ده.
حسن کاظمي قمي هیله څرګنده کړې چې د دوحې غونډه به د افغانستان د خلکو کړاو ته د پای ټکی کیږدي او په دغه هیواد کې به د بهرنیانو له لاسوهنې پرته د خلکو په اراده یو حکومت جوړ شي.
په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان سفارت هم ویلي چې د طالبانو پلاوی د قطر کې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه تېره شپه پر ځايي وخت ناوخته رسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه په دوحه کې غونډه په راتلونکو څو ساعتونو کې د څه باندې ۳۰ هېوادونو او سازمانونو د استازو په ګډون او د ملګرو ملتونو په کوربه توب په قطر کې پیل شي.
د افغان ښځو، مدني او بشري حقونو د فعالانو له استازو سره خبرې او همدارنګه په هېواد کې د ښځو د حقونو په اړه بحث د دې غونډې د اجنډا په اصلي برخه کې نه دي ځاى شوي.