افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: ٧٠٠زره ماشومان د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له ۷۰۰ زره نجونو او هلکانو سره یې د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

دې پروګرام پر اېکس د بډایه کلچو بسته بندي کولو څرنګوالي د ویډیو په خپرولو سره ويلي  چې دا هلکان او نجونې هره ورځ له دې کلچو ګټه پورته کوي.

ياد پروګرام وايي د خوراکي توکو مرسته د ښوونځي له هلکانو او نجونو سره مرسته کوي چې فعال پاتې شي او ښه زده کړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دې سازمان تر دې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان یو پر څلورمه برخه خلک هره ورځ په تشه معده ويده کېږي.

د خوړو نړيوال پروګرام د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو څخه زیات خلک نه پوهېږي چې خپل راتلونکی خواړه له کومه ځايه ترلاسه کړي.

د يادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنۍ راهيسې دغه هېواد له ژور بشري او اقتصادي ناورين سره مخ شوی دی.

بل خوا د هېواد یو شمېر اوسېدونکي پر طالبانو نیوکه کوي چې دوى  ته يې د کار زمینه نه ده برابره کړې.