نږدې څلور زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه په «جبري او اختياري» ډول ایستل شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه ورځ (دوشنبه، د چنګاښ ۴) له پاکستان او ایران څخه ۳زره ۸۸۴ کډوال ایستل شوي دي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، ۳زره۳۹۹ تنه له ایران او ۴۸۵ نور له پاکستانه ایستل شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې ياد وزارت زیاتوي، چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، يو زر۶۲۸ کسان د اسلام کلا او يو زر ۷۷۱ نور د ورېښمو د پل له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
په ورته وخت کې ۲۹۵ تنه د سپین بولدک له لارې او ۱۹۰ تنه نور د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې راستنو شويو کې د پاکستان له زندانونو څخه خوشي شوی ۸۴ کسان هم شامل دي.